د فراه په پېښه کې يوتن وژل شوى او ١٦ نور ټپيان دي
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

د فراه په پېښه کې يوتن وژل شوى او ١٦ نور ټپيان دي

فراه (پژواک ١٩ وږى ٩١): په فراه ښار او د ولايت په مقام کې د درېيو چاودنو له امله يو ماشوم وژل شوى او ١٦ تنه نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي، چې دغه چاودنې نن (د وږي ١٩مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې په پرله پسې ډول ترسره شوې.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د ولايت ودانۍ ته څېرمه په څلورلارې کې د برق د پايې په صندوق او دويمه چاودنه د ولايت ودانۍ په بله څلولارې کې په يوه رېکشاه کې ترسره شوه.
د ژوندي په وينا، په همدې رېکشاه کې له چاودېدونکو توکو سربېره څلور راکټونه هم ځاى پر ځاى شوي وو، چې يو راکټ په رېکشاه کې والوت، يو د ولايت ودانۍ په يوه څنډه او بل نا چاوده پاتې دى.
د والي وياند زياته کړه، چې په دغو چاودنو کې يو تن وژل شوى، ١٦ نور ټپيان دي او ٢٢ دوکاندارانو ته مالي زيان هم اوښتى دى.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې ١٠ ملکي او شپږ نور امنيتي کسان ټپيان شوي دي.
يوه ټپي شوي دوکاندار محمدالدين پژواک ته وويل، چې د درېيو نورو چاودنو غږ هم اورېدل شوى، خو معلومه نه ده، چې ايا د توغنديو د لګېدو له امله وو او که د چاودېدونکو توکو له امله.
هغه زياته کړه: "کله چې په رېکشاه کې چاودنه وشوه، زه په دوکان کې وم او نور پوه نه شوم، دا دى اوس په روغتون کې يم."
د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وويل، چې د يوه اته کلن ماشوم مړى او ١٦ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي، خو د څلورو ټپيانو روغتيايي وضعيت خراب دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د ملکي کسانو مرګ ژوبله ردوي او ادعا کوي، چې په فراه ښار کې په يوه رېکشاه کې د چاودنې او د ولايت پر مقام د درېيو راکټونو د لګېدو له امله دوه رېنجر موټر ويجاړ شوي، ١٣ پوليس او د والي ساتونکى وژل شوي دي.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب